

صدیق
په راتله د خط شکست ښايست ديار کا
د خزان راتله تالا تمام بهار کا
د ښه حسن شان رښتيا د مسافر وي
د منزل راهرو په تلو باندې تلوار کا
چې يې ويره د بڼو له سیوري تل وه
خط هغه نازنين مخ هسې داغدار کا
هسې تور لکه تورمشک تم معطر دی
هر ويښته ته يې تعظيم بنفشه زار کا
د سيپۍ سينه رښتيا ځنې خالي شي
چې بازار ته جوړه لار در شهوار کا
لوړ ژور هموار تر دا په هورته نشته
چې قدم سيلاب پر سمه خپل رفتار کا
د لحد خښتې کودی به مې دخم شي
چې مې عمر تير د ميو په خمار کا
د صديق د عمر تله څرګند تر نمر دی
لکه برق هسې راتله تله د بهار کا