

صدیق
ستا خرام آرام له ما آتش عنان کا
ډېر حجاب له آينی آب روان کا
نور دې لمر جاروا ته نه کا بې زواله
څوک به څو قرنه قرين په دا خاکدان کا
خريدار ته هيڅ نقصان ملاحظه نه کا
څوک به ښه متاع فروخت په رايګان کا
سزا وار د خندا ښه چې سره او سپين دی
زندانی ګوره څو فخر په زندان کا
لکه نوې مياشت عزيز به وي صديقه!
هر سړی چې پيروي د پاک قرآن کا