...

صدیق

ليونی هوښيار به هيچرې ساز نه کا

 زاغ په باغ کې د بلبلې آواز نه کا

د زاهد له ميخوارۍ سره زيست نشته

 شيشه کاڼی په تربت کې دمساز نه کا

په نزول د بلا صبر خاموشی کړه

 غشی خلاص راتله وژۍ و ته باز نه کا

په خندا د زرکې کل حاصل د باز وی

 پټه خوله طلب د زرکې شهباز نه کا

غم رښتيا دی په ښادمن خاطر نزول شي

 خنده رويه زمانه سر فراز نه کا

د استاد په لاس پر کار بې قيده نه وي

 تير سړی مطلب د زړه تر انداز نه کا

 د کريم کرم هر لور ته صديق ډېر دی

 قصر مينه د محمود په اياز نه کا