...

صدیق

که له ما سره جفا هغه صنم کا

 پرې راضی يم که يې تل له عمره سم کا

په دا هم زه له ناکامه وايم لږ دی

 چې د ښکليو عمر خدای له خضره سم کا

تر توتيا يې له تيری ګڼم باور کړه

 که آشنا را پير زو خاوره قدم کا

که وفارا څخه غواړی سر مې پريکړه

 کاتب خط ښه کښی هغه چې قط قلم کا

په ګوګل کې مې زړه درست پسې خم خم شي

 چې صبا يې په بار خز زلفې خم خم کا

ما وې زه يې نن مذکور د خط و خال کړم

 دا مذکور يې کور، مهلت، کلی، هرچم کا

لکه زه يې نن اخته د عشق په غم کړم

 خدای دی درست جهان اخته په هسې غم کا

په هر دم کې را سره يې خدای دې وينی

 دم مې مه وه که جدا دې له مادم کا

 يو تهمت د هر ناکس بل جدايی شوه

 ډېر ګردون په صديق لا هسې ستم کا