...

صدیق

ربه ته د عشق په کار کې محبت را

 مهرو مينه محبت په ډېر همت را

غير فکر مې بيرن کړه له خاطره

 درست همت وما د عشق په منزلت را

چې يو څو ورځې صفت د مين وکړه

 په دنيا کې مرګه! هومره ته مهلت را

نور اعضا مې مقابل د خپل خدمت کړه

 دا خامه ژبه لايقه د صفت را

چې په هر لوری نظر کړم آشنا وينم

 په باطن کې رڼا نور د معرفت را

هم هغه چې يې نجات شي په دارين

 اوس وما هغه ناصحه! نصيحت را

چې بيخوده د يوانه شم په نوشل يې

 ساقی! هسې پياله ته پر برکت را

چې مې بل ګوري ويار ته زما مرګ وي

 په دا کار کې ربه زړه ډېر په غيرت را

 محبت د آشنا زړه د صديق ګوری

 نور په شناخت د محبت زړه په صحت را