

صدیق
چې په درست تو من اوځار دی بار زما
ځکه ډېر د زړه پکار دی يار زما
د بهار ګلونه ده و ته تسليم دي
چې بهتر تر هرګلزار دی يار زما
په يوه ديدن يې زه پادشاه د وخت کړم
د خپل داد کله په شمار دی يار زما
له دې هسې ياره صبر زه په څه کړم
چې په خوی ښه نيکو کار دی يار زما
د جهان غم يې و ما ته دی سپارلی
نن له غمه درست اوزګار دی يار زما
په ماڼې ماڼې مې مرګ و ته نژدې کا
په زړه هومره ستمګار دی يار زما
زار به زه له هسې ياره کړم وچاته
چې يو څه رنګ ناقرار دی يار زما
په ژړا يې د زړه سوی کله په ما شي
په زړه هومره سنګخار دی يار زما
زه صديق ورباندې ښه چې عندليب يم
چې په مخ تمام ګلزار دی يار زما