...

صدیق

چې عيبونه د جهان واړه تر شا کا

 هم هغه به د دلبرې تماشا کا

په يوه ديدن اندوه له زړه نه يوسی

 د مدد عقد مشکل واړه په شاکا

تر صفت به يې دخال سيدی نه شي

 عطارد که په فلک پورته انشا کا

تر يوسفه يو په سله ښايسته يې

 نور به څوک په خپل ښايست د زړه نشاکا

 د حيوان چشمه ده خوله د يار صديقه!

 خال يې خضر شو ـ پياله به درڅښا کا