

صدیق
لا به کله هغه مخ دلبر نما کا
چې يې زړه زما د ديدن و ته بلا کا
په اميد يې د وصال د زړه قرار ځی
خوب له سترګو دې آرام له ماجدا کا
تر هغه قاصد به ځار ځان وجهان کړم
چې په ما زيری د راغلو د آشنا کا
د هغه آشنا منت راباندې بار دی
چې پيغام راته په ژبه د صبا کا
په رښتيا يې هم هغه دين و مذهب شي
چې مجنون ته څوک خبره د ليلا کا
چې ګذر يې د نسيم غوندې پرې وشی
رنګارنګ غونچې ګلونه چمن وا کا
چې د يار د تلی خاورې شې صدیقه!
هم هغه جهان دې سترګو ته توتيا کا