...

صدیق

داغ په زړه د محبت دردمن دوا کا

 پرخه تل خوبی د ګل په مخ پيدا کا

درد مې ستا د محبت په درد صحت شي

 پومبه داغ طلب د څه پهه په ما کا

د استاد په تربيت شاګرد استاد شي

 مجنون ياد خلک تر عشق پورې زما کا

د زړو په نصيحت زاړه ځوانيږی

 تربيت د کودک پير نادان دانا کا

درد په زړه دننه تل د عاشق دود وی

 چې پر هار غوندې په وازه خوله خندا کا

ستا د عشق زره رښتيا تر نمر زياتيږی

 د طاعت تر رتبې عشق پور ته دعوا کا

 د چمن په لور دې تله عين کرم دی

 چې دې خاورې د تلې صديق توتيا کا