...

صدیق

په اول د آشنايۍ چې بنياد کا

 هم هغه بيا له هجرانه ډېر فرياد کا

د وصال خواږه چې وخوری يو په سله

 د هجران تلخی يې هومره زړه ناښاد کا

څو چې وصل د عاشق په خاطر ګرزی

 زما نه ورته غمونه هومره زياد کا

ښه ياران چې يو تر بل سره جاريږي

 زمانه به يې څه زر په بل هيواد کا

چې خپل مراد ځينې هيچا موندلی نه دی

 دا ګردون به څه پيره زما په مراد کا

په ارمان ارمان جدا يم له يارانو

 هی توبه دوران مې لا پسې احداد کا

چې راضي يې ومردن ته د خپل ځان کړم

 واړه مينه په ما چارې د فرهاد کا

هم هغه خلک وما ته ليونی دی

 چې بې مينې راته بل حرف ارشاد کا

 تر وصال يې لا خوښی ځينې بيا مومی

 چې صديق په زړه کې خيال د آشنا ياد کا