

صدیق
په هر زړه ويل اثر د دل افګار کا
بوی نسيم ساده ګلونه د ګلزار کا
ننداره مې کړه په پټه خبر نه وم
آينه مې د ګوهر په زړه زنګار کا
خيانت په پټه کړه خبر جهان شو
غل په شپه نيولی ورځ تل په بازار کا
ما د عقل په فريب مستۍ ته شا کړه
چې خبر شوم محتسب حد په هوښيار کا
د لاله په خون پروا د بهار نشته
کوم قدم به پيرزو ستا په ما رفتار کا
بې ثمره سروې بار رښتيا د زړه وی
دو دلی سړی رښتيا د کار بيکار کا
په ژړا مې دې زړه تش کړم لا حيران شوم
سينه بند ژبه په لوی لنګر خونخوار کا
د زړو نصيحت ځوان سعادتمند وړی
تل هوښيار آسان کارونه څو دشوار کا
مينې اور په زړه کې ايښی د صديق دی
د مغزو تاو يې اور پورې په دستار کا