

صدیق
په هر څه کې ښکلی مخ راته نما کا
ربوده خاطر له ما نه دلربا کا
که يې سترګې د یقين ورته دي ګوره
که په زړه کې مخ څرګند، ګاه په قبا کا
زړه يې درست را څخه يوړ، ما سره دی
هم له ما سره ميشته هم په صحرا کا
که د حورو پيدايښت را څرګند نه و
څه جلوه په هغه ځای دلبر زما کا
په هر زړه چې کذر کا زړه اوبه کيږی
شرم ډېر له خپله شرمه، له حيا کا
په يقين زما هر ګوره لوی درياب دی
د سراب درياب نمود کله بقا کا
لکه نمر څرګنده لار د حقيقت شوه
په دا لار منزل د وړاندې رهنما کا
يک تنها بې پر وباله ازاد درومی
غر همت راته تر سيوی رد هما کا
فراغت صديق په عشق کې کله مومم
څو قبله شته پرې سجود قبله نما کا