

صدیق
چې بې ښکلې مخه څوک راته مذکور کا
بيهوده خلک په ما ستم ضرور کا
د خپل يار سترګو مې صبر له زړه يووړ
دا بې صبره زړه به څوک زما صبور کا
په هغو سترګو به خوب کله ور درومی
چې د يار ښکلی قامت په کې مسطور کا
هم هغه به وي زړه صبر کا د ياره
چې له سترګو نه جدا د سترګو نور کا
بې له ښو ښکليو دلبرو نور په خدايږو
که مې زړه مينه په حورو په قصور کا
په اميد يې د وفا هومره جفا وړه
مزدوري مومي هغه چې ځان مزدور کا
د وصال وصبحدم ته په اميد شي
د هجران شيبه چې تيره په مهجور کا
په یسرغ جدايی کله شي له یاره
څوک به سرې لمبې قبولې د تنور کا
زه به هم د هر ناصح نصيحت واخلم
کشکې روغ د ليونی ويل منظور کا
شيخه! ته زهد و تقوی کړه ـ زه به می څښم
هر بنده به خپل عمل په خپل دستور کا
د دنيا په مخ ژوندي څه دی په خدايږو
د صديق په غم ژړا اخل قبور کا