

صدیق
چې ګرد باد يې د دوران افسر په سر کا
بيا يې زر له تورو خاورو سر په سر کا
چې هوا يې د آسمان په پورته يوسی
بيا يې څه رنګ په هوا زير و زبر کا
عاقبت هغه خوله ډکه کا په خاورو
پر ورده يې چې په شهدو په شکر کا
چې په شير و په شکرو پرورده شي
هغه مات د نیلګون په غضنفر کا
نام نشان به د هيچا دلته پرې نږدی
چراګا يې په قبرونو ګا و خر کا
مګر ته نه يې خبر له دې احواله
زمانه په زمانيو څه حسر کا
سياه روی به عاقبت دورمی عقبی ته
څوک چې مينه د دنيا په سيم وزر کا
د دوران په ور کول نادان خوښيږی
دانا کله د سفله په داد باور کا
چې اوبه يې نصيبه نه وي څوک څه شی
په طلب که ستړی ځان لکه سکندر کا
په طلب د اشنا تل ګرزه صديقه!
ګوندې وي چې همای ځان در برابر کا