

صدیق
د صفا قدم د غم د تندی خار کا
همېشه له آيينې نشتر آزار کا
قافله د درانه خوب په بار در نه شوه
د فرهاد په تيشه تل ناله کوهسار کا
ازاده د عشق په لار بينوا درومی
ګنج تر پښو لاندی درانه د دنيا دار کا
درد په تړه عاشقان تللی دی وګور ته
ګل په دا چمن پيدا سينه داغدار کا
نګهبان د کښلی مخ په مخ دا خط شو
رهزنی د زړه څښتن د لوی حصار کا
د ګريز په پښتو آهو په زمکه تښتی
چې شوخی د يار د سترګو نيت د ښکار کا
د جهان خاوره خمير آب حيات کړه
بل به کوم يو لکه زه هسې خاکسار کا
چې صديق ته رنګ د زلفو ستا مدد شو
صدقه به يې تر حرف عنبر عطار کا