...

صدیق

د صبا نسيم چې سين په کلش کا

 باغ وراغ واړه رضا په شګفتن کا

ګل ګلاب سمن خوبی د نورو ګلو

 ډېر ثنا صفت به کوم لکه سوسن کا

تور بورا مين په ګلو دی ليده شي

 خپله مينه يې سينه د ګل وطن کا

په هزار ژبه که وايی هزار دی

 برابر يی ثنا کله مبرهن کا

په ديدن به د هغو سترګې خوږې شي

 چې نرګس غوندې بيرون سر تر کفن کا

د صورت مثال يې شمع نورانی ده

 د فانوس جامه يې عين پيرهن کا

عاشقان تر پتنګانو ډېر تيری دی

 چې فنا خپله هستی په تا يکتن کا

چې يې شاکړه وخپل ځان ته لکه سترګو

 هم هغه به دښه يار کښلی ديدن کا

 د صديق د بخت مدد رښتینی دا دی

 که کوڅه يې د خپل يار مولا موطن کا