

صدیق
خپل قسمت سترګې د ستنې په دنبال کا
چې قبله يې د نظر مزی امال کا
يو نظر کا ته په ملک د بل ليده شي
زړه يې ډېر سوری تر سترګو د غربال کا
ګرد د عشق له کويه ستا کيميا اثر دی
سره هغه دی چې يې ستا په کوی پايمال کا
له نادانه هيڅ هوښيار ګيله مند نه وی
کله زار مجنون له سنګه د اطفال کا
طريقت د آزاده همېشه دا دی
له خزانه سروې څرنګ فارغبال کا
د آسمان په نوش ونيش صديق خبر يم
چې بلا لاندې تر سپوری دا قبال کا