...

صدیق

دلربا! زلفې عنبر ستا

 څوک په حال نه دی خبر ستا

چې په حال دې خبر دار وی

 هغو دی نیولی در ستا

غم يې نشته پرې ښادی شوه

 په هر چا چې شو نظر ستا

چې ښادمن دې په وصال دی

 همېشه دی پرې اختر ستا

تر جنته ډېر تيری کا

 په کوڅه چې کړم ګذر ستا

سر تر پايه درست هنر يې

 عيب نشته بې هنر ستا

خلاص به څوک ترې سلامت وی؟

چې دوه سترګې دی لښکر ستا

ته چې تل هومره جفا کړې

 وفا خوی نه دی مګر ستا

څه کړم، چا و ته فرياد کړم

 چې جفا وينم اکثر ستا

زه خو وصل له تا غواړم

 هم په بحر هم په بر ستا

 خوار صديق ګڼه توتی شو

 ورته بويه لب شکر ستا