

صدیق
د صبا راتله پيدا خندا د يار کا
د زخمی خاطر ګنډل د زلفو تار کا
د قيامت رښتيا قيام بېلتون د يار دی
خار وخس خزان چمن د لاله زار کا
بد وچا ته پيښ د ښو په طمع مشه
د يوسف سير اول غم په بهار کا
د پرکار له قيده هيڅوک بيرون نه دی
څوک به تير له خپله کامه لږ رفتار کا
د غونچې خندا رښتيا واړه ژړا شي
په هوس به مينه کوم سړی هوښيار کا
ستا غمونه د صديق په حساب نه دی
کله څوک به د دامان ريګو نه شمار کا