

صدیق
د چمن زيب وزينت آرايش څوک کا
په زينت و آرايش فرمايش څوک کا
د ظاهر سترګې جدا، باطن جدا دی
په نظر کې د نظر نمايش څوک کا
بې دلبره هيڅ په هيڅ کې ليدی نه شي
ويښ په ويښ سره خبر شي خواهش څوک کا
عشق تر ما سوی سوخته دی زه تر عشقه
اور په اور سوی چا نه دی تابش څوک کا
عشق صديق ته په تمام جهان شو
په مجنون کې د مجنون جوابش څوک کا