

صدیق
درد په زړه د محبت سليم کمال را
عشق په مخ د ښايسته کښلی جمال را
چې مې سر ترې پورته نه شي تر قيامته
سجده ګا محراب د ورځيو په شنه خال را
چې يې سود له سترګو سترګې د غزال کړم
ياد په زړه لکه مجنون د ليلا خيال را
غم په عشق کې ستا د ځان تر غرونو ډېر شو
زړه د ځان له غمه خلاص يې پر وبال را
چې يې تا ذکر، بل ياد وما ته نه کا
وحدتی توتی ګويا بې قيل وقال را
د همت په سنګ به مات واړه دندان کړم
خالی اوس بې غمه زړه نور و ظلال را
اوس خو هر چې ده، تيريږي صديق ګورم
ساقی جام آخر د ميو ما لا مال را