

صدیق
روښنايی د آينې غم د غبار کا
د خزان اندېښنه تل سبزه بهار کا
د زاهد په زهد کله نام بلند شو
نامور مينه منصور په سر د دار کا
چې جراح يې چيرته سر کيږدی ماتيږي
اوس زما له نبضه ډېر نشتر آزار کا
احتياج د روح په امر کې د رب وی
مصور څه تصوير نقش په ديوار کا
بينايی د زړه په کار ده، نه د سترګو
بعد وصل د يار خيال قرب جوار کا
به غفلت دې د ژوندون هجرت باقی شي
خپل قسمت ګردون په بدو ستمګار کا
په زړه ياد بې دوسته نه بويه صديقه
آه رښتيا د آينې په مخ غبار کا