...

صدیق

ښايسته کښلی تر ګل ديدن نګار را

 آشفته زړه تر بلبل په ښه ګلزار را

چنګ ونی می وساقی سبزه دلبره

 خدایه ته يې په خپل فضل وماخوار را

لکه غر چې هرګز ښکته پورته نه شي

 زړه په عشق کې د آشنا هسې قرار را

که دوران مې خيژوي د دار وسر ته

 د منصور غوندې دیدار په سر د دار را

چې بل غم بې محبته په کې نه وی

 زړه زما سوی سوخته د عشق په نار را

په فرقت د ځان خوبی هومره په دا کړم

 د يار خيال وما دا يم بوسه کنار را

 ته په عشق کې تعليم څه کړی ما صديق ته

 تل په کار د محبت زړه استوار را