

صدیق
بس د خپل نفس جرس دی چې پيام کا
عمر تله لکه اوبه علی الدوام کا
د ځوانۍ چارې سپارل په پيرۍ مکړه
په تياره تللی په لار سبا آرام کا
تيره ډېره تر تيره برق درومه فنا ته
د غمزې شهيد ژوندون حاصل مدام کا
غم ښادي دواړه پيوست سره را درومی
څوک به څه رنګ جدایي د صبح شام کا
سپين ويښته د مرګی لار سپينه ښکاره کړه
تګ په هر رهبر رپسی ر هرو مدام کا
په ژوندون کې نشانه درسته د مرګ ده
تله تر کومه پورې څوک په سر د بام کا
د صديق آب حيات اوبه هيڅ نه دی
چې حاصل عمر د خضر عم تمام کا