

صدیق
چې خندا را ته په ډکه خوله دلدار کا
په بريښنا د غاښو مات در شهوار کا
بيا هاله به يې تشبيه د يار د لب کړم
که پيدا چيرته يمن لعل آبدار کا
تر قيامته يې سرو و کله رسيدی شي
د جهان طعن د زرکې په رفتار کا
غزاله يې له هيبته په کوهسار شي
چې ور پورته سترګې ډکې په خمار کا
په بل چا يې لا صرفه لا يې زړه سوي وی
د زاهد د زړه په وړه هرګور ناتار کا
په ديدن يې د تقوا توښه ولجه وړي
چې ګذر چيرې په کوی د پرهيزګار کا
فيض بخش هغه قدم ګڼه صديقه!
چې يې تله په لور د خاورو لاله زار کا