

صدیق
په چمن چې سرو قده خوښ خرام کا
د قمری غاړې ته طوق خط د جام کا
تر لیلی پرې مينه زياته يو په سل کړم
وحشی يار چې ما مجنون و ته خپل رام کا
عشق دښمن رښتيا زما د لب په کام دی
صبر کله څوک د شونډو په سلام کا
مګر نه يم د حرم آهو دلبره!
چې دې تيغ اوبه په ځان زما حرام کا
واړه ويښې د مغزي دي زما ګوره
چې ښکاره يې دا شفق په صبح وشام کا
همېشه په نوش کې نيش د زمانې دی
بعد ستا وصال رښتيا ختم تمام کا
لب د شکر په تسبيح د صديق ښوري
چې د لږ عمر خوښی پرې مستدام کا