

صدیق
تل طلب د آسايش غفلت رښتيا کا
تلونی زر په دغه لار سر په هوا کا
په طلب مقصد مونده نه شي مقيم دی
ساکنان حصول د لرې مدعا کا
اندېښنه له مرګه ډېره نادانی ده
ځان په خوا سړی تر مرګ د مرګ اشنا کا
د حيات په بستر خوب هم د هغو وی
چې خپل ځان فنا پخوا تر لافنا کا
تر قيامته به هرګز په کښته نه شي
څوک چې سرپورته د صبر په عصا کا
د ضرور حاجت طلب کړه له مجيبه
بې زحمته طبيب کوم د چا دوا کا
په منت د کاتبين اوسه صديقه
چې داخل دی د خطا په ځای عطا کا
را ښکاره شو نن هغه پر رخسار بیا
چې په دين ودل مې اوس کاندی ناتار بيا
په يوه ديدن يې هر څه له ما يووړل
اوس له خياله راته نه ګوري دوبار بيا
د مانې په تيغ مې غوڅ دننه زړه کا
د آتش په تار مې وګنډی پرهار بيا
چې هجران زما په زړه کې وښخ کړی
د وصال طبيب مې وکيښ هغه خار بيا
خپل وژلی چې شميرې چا ته ما ياد کړه
چيرې نه له شماره وباسې ما خوار بيا
په خندا دې چې بوسه نن وما راکړه
دا خو عين زه توانګر کړم تانيستګار بيا
بس کړه دا چې صديق ستا سترګو ملنګ کړ
نور به څه کا د دنيا په مخ روزګار بيا