

صدیق
د سبا راتله څرګند مخ د آفتاب کا
سر به پورته د مزګی اوده له خواب کا
غنيمت فرصت يو دم شي ودانا ته
شسته مخ الوده ګرد د سترګو آب کا
د جهان له باغه دا حاصل سبا وړی
چې شيشې ډکې په عطرو په ګلاب کا
زيست له خلقه په جهان تر نمر ښکاره وی
خوب تر کومه په سينه د اور کباب کا
زړه تړل تمام په عيش و نشاط هيڅ دی
په چمن را تله د ګل پا به رکاب کا
آسوده عاشق له غمه د محشر شو
هر هوښيار حساب پخوا تر خپل حساب کا
بيداری سړی سحر کاندی صديقه!
لکه سپی غاقل، په شپه ويښ سبا خواب کا