...

صدیق

که د خلقو په تهمت موندلی يار ما

 په تندی دی قبول کړی په بار بار ما

که تر سا وایي و ما ته عیب څه دی

 چې په غاړه کړ دا ستا زلفې زنار ما

ستا د در خار و خس کل راته ګلزار شي

 ښه تر دا ليدلی نه دی بل ګلزار ما

چا يې واخيسته نامه را ته په ژبه

 ستا د قد برابر کله کړ چنار زما

عاشقی په دا ژوندون ځکر خونی ده

 سخت تر دا ليدلی نه دی بل روزګار ما

ما به هم له غمه ځان په يوه لوړ کړ

 که په لورې د خلاصی ليدلی لار ما

دريغه داځله ترې روغ سلامت خلاص شوای

 نوم په خوله دمينې ياد مکړه دوبار ما

لا هغه مزه مې اوس ګرځي په خوله کې

 چې ځبېښلی دی د يار لب ورخسار ما

 د صديق ارمان مې درست ويوست له دله

 د يارۍ په وعده وا ستا وه ريبار ما