

صدیق
د بلبل نوا پرده د غونچې وا کا
د مجنون مينه تر نمر ښکاره ليلی کا
همېشه آشنا په خواب وينم دی نه وي
معبر مې خواب تعبير د زليخا کا
می که هر څو وي ترخه خواږه يې هم شته
بعد لا د وصالت خواږه پيدا کا
د شهيد کفن هم بس خپل شهادت دی
له می خواره څوک طلب زهد تقوی کا
د غمزې شهيد عاشق همېشه ژوي
مرده دل طلب دوا د مسيحا کا
ابرويی به صديق هيڅ پري ضايع نه کړم
په منت که خضر را آب بقا کا