

صدیق
د چمن په ګلو باد د سبا څه کا
غونچې ډېر يوه کته وي دا څه کا؟
سينه چاک اوره له تيغه تل د برق وړی
شرم ستا کتو ته سترګې حيا څه کا
تللی زړه له ما چې تاته واصل نه وي
مسافر به په هر شهر اشنا څه کا
د تهمت له کاڼيو مخ جاز ايستی نه شم
صلابت به سخت ويل په ګدا څه کا
د ازل روزي تمام رسی و ما ته
ډېر به نور ګردون تر دانه سخا څه کا
تور د سترګو انتظار ته رښتيا سپين شي
وايه باد مصر ته بل راهنما څه کا
زرګره حاجت هر ګز د کثير نه وړي
ازلی نيکبخت سايه د هما څه کا
د مراد په باد جهاز د صديق درومي
بې تدبيره به بل کار ناخدا څه کا