...

صدیق

چې په عشق کې طلب ستا احوال له ما کا

 د مجنون مينه بيان څوک په ليلا کا

سرګشته حيران پريشان تل ناقرار يم

 کله خونه باد په کلی په صحرا کا

د افتاب نور ته سپر نيول هيڅ نه دي

 چې پروا د عشق له عقله څه د چا کا

 فراغت اميد صديق ته ډېر محال دی

 چې په عشق کې څوک راحت غواړي خطا کا