

صدیق
سفيدی د صبحدم چې مخ نما کا
د چمن غونچې ګلونه په خندا کا
په ديدن يې د بلبلو فراغت وی
په نغمه نغمه په څو صوته صدا کا
چې د تلو ناري يې وي دراتلو نه وي
مغنی په چغا نه کې دا ادا کا
د عاشق په زغم لاړ په صومعه شو
زاهد څه له دريا زهد و تقوا کا
د ديدن سودا په لاس خوښه صديق کړه
زاهدان طمع د حورو په سبا کا