...

صدیق

لا به کله هغه مخ دلبرنمای کا

 چې هر څوک يې په ديدن پسې های های کا

په خاطر کې مې نور هيڅ نشته بې مينې

 که يې مهر زړه په سترګو ځای په ځای کا

د اورنګ په سلطنت به يې خندا شي

 په هر چا چې مولا سيوری د همای کا

څه په مټ، په کوشش نه ده د عشق بخره

 دا همه قدرت پخپله هغه خدای کا

داد، ستدو چې په کن فيکون وشو

 په اخر به يې څوک برد ـ څوک به يې بای کا

مصلحت د هوښيارانو هوښياري ده

 نادانان به چاري واړه پخپل رای کا

 لا به کله هغه مخ ورته نمای شي

 چې صديق يې په ديدن پسې وای وای کا

عيب جوی مې په عيبونو چې نظر کا

 پروت په چاه کې يو يوسف ځنې بدر کا

خپل هنر ساتل پناه څه عيب نه دی

 آينه که په صيقل کې پټ جوهر کا

هيڅ حجاب د حسن نشته بې حجابه

 ښکارول د يوسف مخ له ابره نمر کا

که يې آب د تيغ زما وينې نصيب شي

 دا د بخت مدد به ما څونامور کا

رهبری د خضر هيڅ نه ده بې بخته

 بې طلبه نصيب څه کوثر سکندر کا

د څرخی په تاو تر دوک مزی چاپير شي

 بيا يې ځای سينه دننه خپل ګوهر کا

 په کې ځای صديق هيڅ نه مومی هيچر ته

 که تمام جهان ته ځای په بحرو بر کا