

صدیق
غم د مرګ ژوندون هرګز عاشقان نه کا
سوی کښت منت د تندر، باران نه کا
د زړه داغ زغملی کله نادان ښيی
په نعمت شکر د رب کافران نه کا
د ليلی زلفې زنځير لري په غاړه
ديوانه مجنون پروا د زندان نه کا
آزاده تر پيټی سيوری دهمای دی
د اورنګ په تاج خوښی ملنګان نه کا
د جهان ښادۍ په زمکه کې پرتې دی
په فنا ختلی غږ خاموشان نه کا
در په پټه خوله صدف ساتي صديقه!
آه په راز باندې خبر محرمان نه کا