

صدیق
چې دلبره په ما هومره غنج وخیال کا
غنج وخيال واړه په خپل حسن جمال کا
وايم زړه يې ګوندې نرم په ژړا کړم
په ژړا پورې مې لا پېچمی، ناخوال کا
په ترخو کې خواږه ډېر دی چې خبر شوم
معشوقه دې له عاشق سره جنجال کا
که هزار ځله يار بد کا په دا څه شي
خو اخر مې بيا غمجن خاطر خوشحال کا
توري سترګې يې زما د ځان بلا دی
چې وما ته کا ته ځير لکه قتال کا
په کاته کاته مې سترګې ورته خيژی
لا به کله راښکاره د ابرو خال کا
په ديدن مينه ماته کړیء بلبلو
په راتله راتله به تير ګلونه کال کا
د بدخواه په بدخواهۍ به زما څه شي
که ويار ته مې غندنه ماه و سال کا
يو زمان را څخه مه ځه زړه مې نه شي
په ژړا مې سترګې درد د بشکال کا
چې زما په دلګيرۍ د چا خوشي شي
هم هغه کسان دې خدای زما په حال کا
لکه وو په هغه خوی، په هغه شان دی
ښایسته په صديق هسې غنج و خيال کا