

صدیق
درست جهان روښان شو ښکاره نه دی مهتابان لا
شور په خلقو ګډ شو، په کې نشته نمکدان لا
هره ونه پاڼه شين توتا پري ګويايی کا
نه دی پيدا شوی دلته اوس شکرستان لا
غرونه دی که زمکه دا همه واړه بهار دی
مخ د زمکې ګل شو، يو ګل نشته په بوستان لا
سترګې مې غبار شوې چې تمام جهان پرې ما کوت
يا يې خط په مخ شو يا به نه وينم جانان لا
دا جلوه د چا ده چې د يار پر جلوه ګاه شوه
خوار عاشق دي ګوښی کسی نه کسی حيران لا
درد زما د زړه و، ده زړه ور ورا څخه واخيست
لال د بدخشان دی لال غواړي بدخشان لا
زور دزرې څه دی چې خپل مخ په کې نمر پټ کا
څاڅکی د اوبو دی چې په کې ورک دی حيوان لا
رقص د آفتاب دزری مخ شو په کی ګرځي
کوی په تردد شو په ميدان نه دی چوګان لا
بند يې آزادی ده چې آزاد شو بنديوان دی
بند ستا په زلفو صديق نه مومي زندان لا