

صدیق
په پيغور مين اندوه څه د اغيار کا
اور په سولو وايه څه پروا د خار کا
سنګ خارا يې تر قدم لاندې رانجه شي
ګړندی مجنون په لوری تله د يار کا
آزاده سروی له قيده سره بيرون وړی
نصيحت دې اثر څه په دل افګار کا
بوی اخر د سوی زړه له زړه بدر شي
بنده څوک سيلاب له سره د کوهسار کا
د بڼو غشی دې ښوی درومی له دله
کوم نښتر وسواس له رګه د بيمار کا
هيڅ غبار د روشن دلو په زړه نه وی
د آفتاب توره به غم څه د زنګار کا
د غماز ترخه ويل ترخه شراب دی
په پيغور صديق پروا څه د اغيار کا