...

صدیق

مخ دې که مهتاب دی چې يې زه ګورم دلبر ستا

ووايه وما ته هيڅ په حال نه يم خبر ستا

چا ويل يوسف دی، چا وې ښکلی تر يوسف دی

دا به زه باور کړم چې ترې ښکلی دی بشر ستا

کوی دی که آرم دی چې مې زړه په کې خوشحال شو

ووايه وما ته په کوڅه چې کړم ګذر ستا

څه ته يې تشبيه کړم څو حيران په دا فکرت يم

مار دی که سنبل دی که دوه زلفې دي عنبر ستا

لاندې باندې لب لا زما اوس ځپله نښلی

ما چې دي ځبېښلی دواړه سرې شونډې شکر ستا

غشی د ترکانو که هر څو ر زړونو ښوی ځی

لا تر زړونو ښوی ځي ډېر د دوه سترګو نظر ستا

زړه دی له ګوګل کې که دی کاڼی، نه پوهيږم

نرم ګرم نه شي په ژړا مې هيڅ دلبر ستا

ته زما د عمر کوتاهی غواړې که نه وی

زه غواړم ډېر عمر چې دعا کړم په سحر ستا

ښه چې په ډېر غم کې له ښادو نبا اميد شو

پريښوه صديق خوشي بلهاری يې کړ تر سر ستا