

صدیق
چې دارو دوا مې درد د محبت کا
پومبه داغ مې به صياد د قيامت کا
د غمزی په تيغ يې په سو شهيد زه شوم
په پيغور مې به اوس خضر ندامت کا
د حيوان په چشمه دا عنايت نشته
لکه تيغ يې د غمزی سم شهادت کا
لاس په سترګو کښل رښتيا د هغه چا شي
چې مړوند څرګند په وخت د شجاعت کا
جلوه ګاه زما د زړه تر فلک بر دی
تل د وړاندې ځي هغه چې امامت کا
د ښيښی له کاڼی تل زړه په خطر وی
ديوانه کله پروا د ملامت کا
ستا د عشق په وادی سر وتلی ښه دی
دا نه شوره زمکه کله فلاحت کا
بی له ښو به نور ترې نور څه صادر نه شي
هر سړی چې فهم کار د قباحت کا
بې زبان راته رښتيا تر ځان بهتر شو
خاموشی رتبه رښتيا د ولايت کا
ستا تر صبره پورې هيڅ نه ده صديقه
که سايه د همای بخش د سعادت کا
محبت مې د صديق تر نمر والا شو
لوی رښتيا د لويو ملونو رفاقت کا