

صدیق
د بوستان بلبله تل څه خو عشرت کا
په سايه باغبان د ګل خوب د راحت کا
په وهل تن د مجنون شين کړ هلکو
د ليلی خال جامه نيل د مصيبت کا
څپانده وريځې په کور لويې بيررن ځي
پروانه په سول د شمعې ډېر جرئت کا
بل په ښه حسن، جمال چې راڅرګند شي
مخ به پټ د محشر نمر په قيامت کا
د عشرت فکر چې نه کا په دولت کی
بيشان نی حاصل نادان تله د دولت کا
د کثرت توفان ليده شي په عالم کې
ساقی څاڅکی مې په ما کې د وحدت کا
کور يې شته لکه عنقا له خلکه بېل دی
چې په ځان پورې نامه څوک د خلوت کا
که د عشق خبرې غواړې له باغوانه
دير يې کار ژر به تر تيغ د شهادت کا
د رحمت اوبه نامه د اعمال وينځی
د صديق ژړا بهار د ندامت کا