

صدیق
عشق پاره کړ په جهان ګريوان زما
ننداره کا د ګريوان جهان زما
که هزار ځله ما پټ ساته په زړه کې
عشق ښکاره کړ هغه راز نهان زما
چې دا هسې ډېر غمونه د دلبر وړی
خدای بلا لره پيدا کړ ځان زما
له ماڼې به يې ومرمه څو به ژووم
خر خشو ته يې چې نه شې توان زما
يار مې داغ په خاطر هسې ايښی نه دی
چې پيدا کا طبيبان درمان زما
د کافر سره مې زيست شو، پرې ويريږم
سلامت به څه رنګ ځي ايمان زما
په ژړا به لا ترما په هور ته سرشی
چې تر غوږ شي د هر چا فغان زما
دا همه زما له آهه دی چې ګرځی
چې تر سر ځاريږی تل آسمان زما
يار په خوله د رقيب بيا ګيلی ماڼې کا
نور به نه شي په بل څه ګومان زما
ګوندې ښکلی به په لاس ګلدستې واخلی
خدای دی تل لری تازه بوستان زما
سود همه چې عاشقی کې د صديق دی
که يوه ذره يې زيان شوه زيان زما