

صدیق
ځان پخوا تر مرګ اول سړی خبر کا
چې يې زيرمه د توښې د لوی سفر کا
کله غوټه د ګريوان په بل پرانيزی
سر پخوا لاله خرقی دانا بدر کا
په آغاز د خپل مطلب حريت غواړی
تل هوښيار په سرانجام د کار نظر کا
څو نفسه غم آلود چې مې باقی شته
دا به هم کله جدا په لوی سحر کا
څو د تن کشتی مې ښه په رکاب نه دئ
نا خدای بويه په دا بحر خطر کا
تل در نه بېړۍ په ګل ولای ښخيږی
غم اندوه به د خپل ځان نه تن په پرور کا
ستا په عشق کې غم د ځان په خاطر بار دی
له دې باره په دا لار صديق حذر کا