

صدیق
تشنه لب مې په سيراب کله ځيګر کا
وچ مې بخت بيرون له شيره را شکر کا
د خپل ځان سختې مې دا ده څو چې ژووم
زما نه مې کاڼی مات واړه په سرکا
په مشرق په مغرب نمر غوندې څرګند يم
چې قسمت مې ډېر اوده تر شپې سحر کا
د ازل د شويو منع به په چا شي
زياد و کم به روزی کوم يو مقدر کا
په تحقيق ګيله ماڼه له بله ترک دی
په اوبو له خضره څه ماڼه سکندر کا
د ظاهر صفايی يو، د باطن بل شوه
لويی کومه د صقيل چې په جوهر کا
چې تر يارو صديق يارو ته نژدې د
فکر څه عنقا د تلو په بال و پر کا