

صدیق
چې خبر نه دی په حال احباب زما
چې په غم شو زړه سوخته کباب زما
د بهار له سيره په سو فراغت شو
دا خسته غمګين خاطر بې تاب زما
در دوغم، فراق که غواړې مهيا دی
ستا په عشق کې نشته بل اسباب زما
زه د زړه وينې مدام لکه مينا خورم
ته ساقي نه کړې کرم په باب زما
هر زمان يې ښه ديدن ته په سجود يم
چې يې ځای شو د ابرو محراب زما
د يار خيال په کې ځای وکړ، زه پوهيږم
اوس به نه راځي په سترګو خواب زما
په فلک به مهر پټ مخ په سحاب کا
که ښکاره شو د غبرا مهتاب زما
ستا د مخ آفتاب به ښکل کړم که دې زلفو
را په لاس کړ ښايسته طناب زما
ما صديق ته به تل تور د مينې نه وی
که څرګند شي په محشر حساب زما