

صدیق
په غمګين خاطر هوس چې ګذرګاه کا
رڼا شپه تياره راتله د صبحګاه کا
په قفس کې بند بيغمه توتی نه وی
کوم هوس زاهد په کونج دخانقاه کا
د مطلب طلب هرګز په هوس مه کړه
د يوسف سير اول منزل په چاه کا
عاقبت ښايست د ګل تمام خزان دی
... ژړا رښتيا دی بې اشباه کا
د شامت نزول په وصل کې هجران دی
بيل عاشق کله ساکن ستا له درګاه کا؟
جدایي په معنی نشته تم وصال دی
روشنايی به څوک جدا د مهرو ماه کا
پېټی ستا د محبت په سر صديق ځی
په جهان خبر جرس د سحر ګاه کا