

صدیق
د دلبر ښايست لقا په نقاب بل کا
هر حجاب يې مخ پناه په حجاب بل کا
درخشان کښلی حصار پريږدی بيرون شي
روشنايی خوشی د زړه په مهتاب بل کا
جدايی جدا له ما دو جد نه شوه
ذره زړه رقص زما په آفتاب بل کا
په کاسه د سر، د دار په سر شراب خورم
زه منصور، مستی زما په شراب بل کا
د يوسف په وصال ځوانه زليخا شوه
بعد نن پيری د عشق په شباب بل کا
تلاوت مې خط په مخ د يار بياض شو
ساده رو محبت را د کتاب بل کا
خاموشی مې ګويايی شوه په څو رنګه
يار زما زما په نوم شي، جواب بل کا
څو مې نوم د هستۍ شته لا هومره هست يم
هست به نيست مادنيستۍ په حساب بل کا
د حيات د اوبو څه منت صديق وړی
شتنه لب به يې سيراب لب اب بل کا