

صدیق
هر ويښته په تن زما د درد فرياد کا
سر نشتر په رګ زما مات د پولاد کا
درد زما غوندې زغمل چې د چا نه وي
په تېشه به تندی مات لکه فرهاد کا
د منصور معلم زه ظاهر، باطن يم
تله شاګرد په طريقه تل د استاد کا
رسيدل يار ته له ځانه تيريدل دي
خضر لنډه لار په فرمان اوږده بنياد کا؟
په چمن کې شګفتن د ګل خزان دی
په ژوندي کله صرفه د مرګ جلاد کا
چې تړلې له خندا سره ژړا شوه
څوک به کله دا ندوه په ځای زړه ښاد کا
آزادي په بندګۍ کې صديق غواړي
نوم به پورې په بنده څوک د آزاد کا