

صدیق
در ژړا کاندي په سر مژګان زما
طعنه تل کا په سره اور مرجان زما
د زړه داغ له نعمتونو نه فارغ کړم
ګرم نان شته همېشه په خوان زما
محبت مې ځای په زړه کې کا ستا شکر
په ښه ملک تخم کري دهقان زما
د بيرون زنځير دوره سد د نظر کا
په حرمان شو خپل نظر حيران زما
کل بلا مې ستا د عشق له سره اخلي
چې تر سر ځاريږي تل آسمان زما
د غفلت زنځير مې لا پسې کلکيږي
څکوي تل د نفس فرمان زندان زما
چې په خاورو د صديق ګلونه کيږي
سينه داغ کړه دلاله بوستان زما