

ذاکر حماس
پرېشانیو ته نڅېږم لکه زلفې
زه په خپل شکست نازیږم لکه زلفې
د تورمخو نظرونو اضطرابه!
له اورمخو نه لوګېږم لکه زلفې
طی کوي مې سیهمسته مزَلونه
خود به ګام په ګام غورځېږم لکه زلفې
ځانهجومه آیینو ته مخامخ یم
راخورېږم، راټولېږم لکه زلفې
سرکشي مې خاکساریو ته ښکلا ده
له پلو نۀ دې غزېږم لکه زلفې
د شبرنګه سلسلو بادونه راغلل
بیا شانه شانه رژېږم لکه زلفې
عنبرینې سایې چېرته دي حماسه!؟
پښو لوېدو ته نږدې کېږم زلفې